د ملګرو ملتونو اقلیم بدلون په اوه ویشتم نړیوال کنفرانس کې د چاپیریال ساتنې روزنیز او پرمختیایې چارو د موسیسی د رئیس د ګډون راپور

Publication

لړلیک

د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په اوویشتم نړیوال کنفرانس  (COP27) کې د عبدالهادي اچکزي د ګډون راپور. 1

د اقلیم بدلون اووه ویشتم نړیوال کنفرانس موخې.. 2

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس په جریان کې په انفرادي توګه د نړیوالو مشرانو او مرستندویه موسساتو سره ملاقاتونه. 6

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس اخیرنۍ پریکړه. 9

په دې کنفرانس کې اصلي پریکړي په لاندي ډول وي.. 9

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس په پریکړو کښې د افغانستان موقف او ځاي.. 10

د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې عمده فعالیتونه: 10

د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان په اړه د عمده ستونزو خلاصه. 11

سپارښتنې.. 13

د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په اوویشتم نړیوال کنفرانس  (COP27) کې د عبدالهادي اچکزي د ګډون راپور

د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس هرکال په مختلفو هیوادونو کې د ملګرو ملتونو لخوا دایریږي چې سږ کال د مصر هېواد په شرم الشیخ ښار کې دایر کړل شو. د راپورونو پر بنسټ په دې نړیوال کنفرانس کې د ۱۲۰ هېوادونو مشرانو او کابو ۳۵ زره استازو د څه باندي ۱۹۰ هېوادونو په استازیتوب او ۱۰،۰۰۰ نړیوالو مؤسساتو ګډون کړي وو. په یاده غونډه کې د اقلیم د بدلون په ځانګړي توګه د پاریس قرارداد چې په ۲۰۱۵ زیږېديز کال کې شا و خوا ۱۹۰ هېوادونو لاسلیک کړي وو د پلې کیدو په موخه لازمي مشورې وشوي.

 پدې نړیوال کنفرانس کې د هوا د تودښت را کمولو، د شنو خونو د ګازاتو یا انتشاراتو کنټرولولو، د زیانمن شویو هیوادونو سره د بډایه هېوادونو د مرستو، دټکنالوژیک او مالې میکانیزومونو جوړولو او د بیا نوي کیدو وړ انرژۍ د جوړولو اړوند بحثونه او پریکړي وشوې.

افغانستان د پاریس د قرارداد په لاسلیک کولو کې مهم رول درلود او په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو لخوا د اقلیم د بدلون په برخه کې یو د ډیرو اغیزمن شویو هېوادونو په لیست کې شامل کړل شو. او باید افغانستان هر کال د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلې او دا اغیزمن شوی هیواد باید د هرې پریکړې یوه برخه وي. خو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د افغانستان د سیاسي بدلون او نړیوالو بندیزونه پربنسټ د افغانستان د اقلیم د بدلون موضوع هم سیاسې بڼه غوره او دا اغیزمن شوی هیواد ددې نړیوال کنفرانس د رسمي اجنډا څخه څنډې ته شو. په ۲۰۲۱ میلادی کال کې د انګلستان هیواد په ګلاسکو  ښار کې د اقلیم د بدلون شپږ ویشتم نړیوال کنفرانس دایر کړل شو چې له بده مرغه د افغانستان څخه هیڅ استازي په هیڅ نامه ګډون ونشو کړلی، سره له دې چې ډیرو اقشارو او غیري دولتې ادارو هڅه وکړه خو بیا هم افغانستان له پامه و غورځول شو.

عبدالهادی اچکزی چې د چاپیریال ساتنې، روزنیز او پرمختیایې چارو مؤسسې مؤسس او رئیس دي په کابل او نورو ولایتونو کې یې په رضاکاره توګه د عامه پوهاوي ستر پروګرامونه دایر کړي وه، د اقلیم بدلون شپږویشتم نړیوال کنفرانس ته یې په ۲۰۲۱ میلادی کال کې ډیره هڅه وکړه چې برخه واخلې خو له بده مرغه بلنه یې ترلاسه نه کړه. په همدي خاطر دا ډار او تشویش پیدا شو چې په اوه ویشتم نړیوال کنفرانس کې چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به دایر کړل شي افغانستان  بیا بې برخې او ددې اغیزمن شوي هېواد هیڅ استازي ته به د ګډون بلنه ور نه کول شي. نوموړي په ۲۰۲۱ زیږیدیز کال کې د ۲۰۲۲ کنفرانس لپاره ثبت نام وکړ چې وروسته د اوږدې پروسې و توانید چې د ملګرو ملتونو لخوا رسمې بلنلیک ترلاسه کړ.

د هر کال په څیر د ۲۰۲۲ کال د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس ډیر مهم وو ځکه په تیرو کنفرانسونو کې پریکړو ته په سمه توګه رسیدنه و نه شوه، له همدې کبله نړیوالو او مدنې ټولنو پر تیر کنفرانس ډیري نیوکې کړي وي. په ورته وخت کې د پاریس د قرارداد د لاسلیک پر مهال چې کومه بودیجه د هر کال لپاره په نظر کې نیول شوي وه هغه نه وه برابره شوي. ډیرو نړیوالو او مدنې ټولنو دا نیوکې کولې چې د اقلیم بدلون په نړیوالو کنفرانسونو کې د هېوادونو مشران یواځې په شعاري توګه پریکړي کوي او د عمل بڼه نه لري.  نو په همدي خاطر د مصر هېواد او د ملګرو ملتونو ټینګار دا وو چې باید دا کنفرانس شعاري نه بلکې عملي بڼه ولري.

د اقلیم بدلون اووه ویشتم نړیوال کنفرانس موخې

  • د اقلیم د بدولون اغیزي کمول (Mitigation)
  • د اقلیم د بدلون سره ځان جوړونه (Adaptation)
  • مالي بخش یا (Finance)
  • همکارۍ (Collaboration)

دا کنفرانس ۱۴ ورځې دوام وکړ چې ګډونوالو په مختلفو مرحلو کې خپل نظرونه، وړاندیزونه او راتلونکې پلانونه سره شریک کړل تر څو د اقلیم د بدلون بحران ته په ګډه بنسټیزه حل لاره پیدا کړي. دا چې د کنفرانس د نامه څخه معلومیږي د حکومتې غړو کنفراس (Conference of the Parties) دي، په دې کنفرانس کې د هر هیواد حکومتې استازي ستره ونډه لري  ځکه هغوي په لویو او سیاسې غونډو کې ویناوي کوي او په هره اجنډا کې شامل وي. د هېوادنو سیاسې مشران په هره ناسته کې نظر، وړاندیزونه او نیوکې کولای شي او د خپل هیواد لپاره د بودیجې غوښتنه هم کولای شي.

د اقلیم د بدلون اووه ویشتم نړیوال کنفرانس په دوو اونیو ویشل شوي وو، په لومړۍ اونۍ کې د مختلفو هیوادونو څخه سیاسې استازو خپل راپورونه شریک کړل او د اقلیم د بدلون سره د مبارزي په برخه کې یې د مبارزي او کړنو په اړه معلومات شریک کړل، دوي په خپلو خبرو کې د نړۍ څخه خپلې غوښتنې هم مطرح کړې. ددې کنفرانس په دویمه اونۍ کې مختلف مذاکراتې ټیمونه جوړ شو چې د تطبیق لپاره یو ځای تر شعار لاندي چې په انګلیسې کې یې Together for Implementation ورته وایي کار کاوه. په دویمه اونۍ کې د مذاکراتي ټیمونو په مختلفو ګروپونو کې د اقلیم د بدلون د اغیزو له منځه وړلو، د مالي میکانیزومونو جوړلو او داسې نورو ورته موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.

په دې کنفرانس کې هره ورځ څه تیریده، دا کنفرانس دروان زیږیدیز کال د نومبر میاشتې په ۶ نیټه پر۱۱:۳۰ بجو پیل شو. د کنفرانس د پرانیست غونډي لومړي وینا ښاغلي الوک شارما د اقلیم وکړه، ښاغلی شارما د برتانیې د پارلمان غړی دي او د اقلیم د بدلون شپږ ویشتم نړیوال کنفرانس چې یو کال وړاندي د انګلیستان په هیوادکې دایر کړل شو د هغه کنفرانس مشر وو. او بیا د مصر هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته ددې نړیوال کنفرانس مسئولیت ور کول شو هغو خپله وینا وکړه. دوي په خپلو خبرو کې ټینګار کاوه چې د اقلیم د بدلون اووه ویشتم نړیوال کنفرانس به عملې جنبه ولري او همدارنګه هغوي له نړیوالو و غوښتل چې د اقلیم د بدلون لپاره په ګډه مبارزه وکړي.

دویمه ورځ، دکنفرانس په دویمه ورځ د مختلفو هیوادونو سیاسې استازو ته  تشریفاتې مراسم ورکول شو له هغه وروسته عمومي غونډه جوړه شوه چې لومړۍ د مصر هیواد ولسمشر خبري وکړي، د نوموړي د خبرو مجموعه دا وه چې ده پر نړۍ غږ وکړ چې باید د اقلیم د بدلون په برخه کې په ګډه مبارزه وشي او دې کنفرانس ته باید عملې جنبه ورکړل شي. هغو دا هم وویل چې نړۍ په تمه ده تر څو ددې کنفرانس له لاري ښې پریکړي واوري. د هغه وروسته ښآغلي انتنیو د ملګرو ملتونو عمومی منشي خبري وکړي د هغو هم ټینګار داوو چې د اقلیم د بدلون د بحران لپاره باید اساسې د حل لاره پیدا شې او د نړۍ پرمختللې هیوادونه باید په دې برخه کې کار وکړي، د کنفرانس په دې ورځ د نورو هېوادونو مشرانو هم خپلې ویناوي وکړي او د ټولو ویناوي عمومي وې او دوي هم د اقلیم بدلون سره د مبارزي لپاره یو پر بل غږ کاوه چې باید په ګډه کار وکړل شې.

د کنفرانس په دریمه او څلورمه ورځ د ۱۲۰ هیوادونو څخه راغلیو سیاسې استازو خبري وکړي او د خپلو هېوادونو په اړه یې معلومات شریک کړل چې دوي څومره توانیدلې چې د اقلیم د بدلون سره مبارزه وکړي، ننګونې څه دې او څومره پر مختګونه یې کړیدي.

تقریبا د ۲۷ هیوادونو استازو په ملې کچه د ونډي ټاکلو ستراتیژي چې په انګلیسې باندي (Nationally Determined Contribution) NDC ورته وایې په اړه  خپل معلومات وړاندي کړل او ددې ستراتیژۍ تطبیق په اړه یې خپل راپورونه  شریککړل. افغانستان هم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په ملې کچه د ونډي ټاکلو استراتیژي ملګرو ملتونو ته سپارلې وه خو له بده مرغه په دې کنفرانس کې د افغانستان څخه د چاپیریال ساتنې ملې اداري استازي او یا د بهرنیو چارو وزیر حضور نه درلوده چې ددې مهمې ستراتیژي د پلې کیدو غوښتنه یې کړي وای نو په دې برخه کې افغانستان وروستهپاتې شو. د یادونې وړده چې په ۲۰۱۹ میلادې کال کې د افغانستان د حکومت لخوا ملګرو ملتونو سره په ملې کچه د ونډي ټاکلو استراتیژي شریکه شوه چې تر ۲۰۳۰ کاله پوري یې څه باندي ۱۷ ملیاردو ډالرو د مرستې غوښتنه کړي وه. په ۲۰۱۹ کال کې د اقلیم بدلون په پنځه ویشتم نړیوال کنفرانس کې پریکړه وشوه چې تازه سپارل شوې استراتیژۍ به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې پیل شي. خو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د کرونا د ویروس له کبله دا مهم کنفرانس و نه نیول شو او د ۲۰۲۱ میلادي کال په شپږ ویشتم نړیوال کنفرانس کې د افغانستان څخه هیچا ګډون ونه کړ نو دا ستراتیژي همداسې پاتې شوه او له بده مرغه تراوسه همداسې پاتې ده.

د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس دویمه اونۍ: د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس دویمه اونۍ د تطبیق یا پلې کیدو اونۍ په نامه وه چې د کنفرانس ګډونوال په مختلفو ګروپونو یا مذاکراتې ټیمونو سره ویشل شوي وو، هره ورځ یوه او یا دوه ځانګړي موضوع ګانې د اجنډا سره سم ټاکل کیدي او د مذاکراتي ټیمونو په کاري ګروپونو  کې نظرونه، وړاندیزونه او نور اړوند مسائیل سره مطرح کیدل او د ورځې په اخیر کې به بیا د هر ګروپ یا مذاکراتي ټیم د ناستې موضوع ګانې او پریکړي سره غونډیدي او تخنیکې ټیم ته د انسجام لپاره استول کیدي تر څو په اخیرنۍ پریکړه کې ځاي پر ځاي کړل شي.

د مذاکراتې ټیمونو په کاري ګروپونو کې بیا هم د افغانستان په اړه ډیر بحث نه کیده ځکه د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس په عمومې اجنډا کې افغانستان شامل نه وو، په همدي خاطر دا ډیره ستونزمنه وه چې دا اغیزمن شوی هېواد دې د مذاکراتې ټیمونو په پریکړو کې هم شامل کړل شوي وي. مګر، عبدالهادی اچکزی هڅه وکړه او کابو دټولو مذاکراتې ټیمونو په مجالسو کې یې فعاله برخه واخیسته او د افغانستان د اقلیم بدلون د بحران په اړه  یې ګډونوالو ته وینا کوله او له ګډونوالو یې غوښتل چې د افغانستان د اقلیم د بدلون موضوع دې نه سیاسې کوي او دې اغیزمن شوي هېواد ته دې ځانګړي توجه وشې. ده همدارنګه ټینګار کاوه چې د ګروپې کارونو په پایلو کې دي افغانستان شامل کړل شې. مذاکراتې ټیمونو او جوړ شویو ګروپونو د اجنډا سره سم پر ۱۲ موضوع ګانو باندي بحثونه کول چې همدا ۱۲ موضوع ګانې داسې وي. د مالې ورځ، د ساینس ورځ، د ځوانانو او راتلونکی نسلونو ورځ، د کاربن کمولو ورځ، د اقلیم د بدلون سره د ځان جوړونې او کرهڼې ورځ، د جنډر ورځ، د افریقا ورځ، د مدنې ټولنو ورځ، د انرژۍ ورځ، د بیو تنوع یا (تنوع زیستی) ورځ، د حل ورځ. دا موضوعات په مختلفو ورځو باندي ویشل شوي وه او مختلفو ګروپونو د مذاکراتو له لاري بحثونه پرې کول او د ورځې په پای کې یې معلومات سره غونډول او تخنیکې ټیمونو ته یې استول تر څو په اخیرني پریکړي کې شامل کړل شې. کله چې مذاکراتې ټیمونو د خپلو هیوادونو په اړه په ګروپي کارونو کې خپل نظرونه سره شریکول اوس وده کونکو او اغیزمن سوو هیوادونو ته ډیره ترجع ور کول کیده. لکه څرنګه چې افغانستان یو له ډیرو اغیزمن شویو هېوادونو څخه دی او همدارنګه د وده کونکو هیوادونو له جملې څخه شمیرل کیږي نو په عمومي توګه افغانستان په داسې مهمو موضوعاتو کې شامل دی. عبدالهادي اچکزی هم په ګروپې کارونو کې ټینګار کاوه چې افغانستان که په عمومي اجندا کې نشته خو په ګروپې کارونو کې باید شامل وي.

مذاکراتې ټیمونو د پورته ذکر سویو ۱۲ موضوعاتو تر څنګ نورې برخې هم لرلې لکه G20 او G77 او G7، لږ کاربن تولیدونکې هېوادونه، زیانمن او اړ هېوادونه (Loss & Damage)، او لږ پرمختللې یا وده کونکې هېوادونه Least Developed Countries (LDCs) د لږ پرمختللې یا وده کونکو هېوادونو شمیر ۴۷ دې او په دې کنفرانس کې یې ستر رول درلود. په دې مذاکراتي بحثونو کې دوه مهم چانسونه د افغانستان لپاره په لاس راغله چې عظیمه استفاده ورڅخه وکړای شوه تر څو د افغانستان د اقلیم بدلون د بحران په اړه تر نړیوالو په سمه توګه غږ ورسیږي.

اول چانس یا فرصت دا وو چې په G20 عمومې غونډه کې عبدالهادي اچکزي حضور در لودي او نوموړي ته د افغانستان د یو غیري سیاسې استازي په توګه وخت ورکول شو او د غونډې د مشر د اجازي وروسته یې ۵ دقیقې د افغانستان د چوکۍ څخه ددې اغیزمن شوي هېواد د اقلیم د بحرانونو په اړه خبري وکړي او په دې اړه یې د نړیوالو سره معلومات شریک کړل. په دې ناسته کې د هر هیواد سیاسې استازي، نړیوالو موسساتو او مختلفو ډونرانو حضور درلوده او د خبرو پر مهال له هغوې څخه غوښتنه وشوه چې په افغانستان کې دې د اقلیم د بدلون موضوع نه سیاسې کوي بلکې دا اغیزمن شوي هیواد ته دي په هره داسې سیاسې او غیري سیاسې ناستو کې وخت ورکول شې. او ددې هېواد سیاسې استازي دې را وغوښتل سې. د غونډي په لړ کې ده د نړیوالو غوښته وکړه چې د افغانستان سره باید د مالې سرچینو یا منابعو په برخو کې همکاري وشي او په نویو مالې میکانیزومونو کې دې دا اغیزمن سوي هېواد شامل کړل شې. اچکزی په خپلو خبرو کې د نړیوالو څخه و غوښتل چې د افغانستان د انرژۍ سیستم په ډیر بد حالت کې دی باید د بیا نوي کیدو صافي انرژۍ په برخه کې دې هېواد ته ځانګړۍ توجه وشې او افغانستان باید د اقلیم د بدلون اووه ویشتم کنفرانس د پریکړي یوه برخه وي او په نوي برنامو کې شامل وي. “کله چې خبرې پای ته ورسیدې د کنفرانس په اخیر کې امنیتې خلک راغلل زما د کارت څخه یې تصویر واخیست او زه یې د ملګرو ملتونو امنیتې کسانو ته بوتلم. هغوي ویل چې افغانستان ددوي سره په رسمې اجنډا کې شامل نه دي نو څنګه دې خبري وکړي. داچې ما ته لومړۍ د خبرو اجازه راکول شوي وه اوبل ما د غیري سیاسې استازي په توګه خبري وکړي نو امنیتې کسانو وویل چې موضوع حل ده مشکل نشته، خو هغوي دا هم وویل که چیري دې په خپل سر خبري کړي وای ددې جلسې څخه به ایستل کیدلې او جرمه به دی هم ور کولای.

دویم ستر چانس یا فرصت: دوهم فرصت داوو چې د اجنډا سره سم د لږ پرمختللې یا وده کونکو هیوادونو LDCs ناسته وه او ددې ناستې مشري او د همغږۍ مسئولیت عبدالهادی اچکزی ته وسپارل سو. هغو ددې ناستې د مشرۍ او فرصیت څخه په استفادي د افغانستان د اقلیم بدلون د اغیزو، انرژۍ او نورو ورته معلوماتو او غوښتونو په اړه مکمل راپور د لږ پرمختللې هېوادونو د ناستې په عمومې راپور کې شامل کړ او د اقلیم بدلون د نړیوال کنفرانس مشرتابه او ملګرو ملتونو ته یې واستوه.دا چې زما سره د هري ورځې اجنډا موجود وه د هغه تر څنګ مې خپله اجنډا هم درلوده نو د لږ پرمختللې هیوادنو ناسته پر ۱۱ بجو د غرمې مخکې د یوه ساعت لپاره په ۱۲ لمبر کنفرانس کې دایریدله او ما یې په اړه مخکې لا معلومات بشپړ کړي وه او دا مې ښه فرصت ګاڼه چې ددې لاري به د خپل هیواد غږ ښه اوچتولای شم. نو کله چې کنفرانس ته ورغلم ډیر خلګ ناست وه خو ټول یا خاموش وه او یا یې په خپلو منځونو کې بحثونه وه، دا چې ددې کنفرانس لپاره فقط یو ساعت وخت مشخص سوی وو نو زما بیړه داوه چې کاشکې ژر کنفرانس پیل سې ځکه دا ښه فرصیت دې چې د افغانستان غږ پورته کیږي، خو ما چې به شاوخوا وکتل ټول ګډونوال ډاډه ناست وه، هغوي ډاډه هم وه ځکه هغوي خپل سیاسې استازي درلودل نو که په دې کنفرانس کې خبري وشې یا ونه شې خو د دوي د هیوادونو لپاره یو څه کیږي. نو ۱۳ دقیقې تر ۱۱ بجو تیري سوي زه مجبور سوم په ګډونوالو مې غږ وکړ چې تاسو ولې کنفرانس نه پیل کوي، هغوي وویل چې موږ د کنفرانس و مشر ته منتظر یو تر څو هغه راشی، ما ورته وویل د اصولو او اجنډا سره سم د کنفرانس مشر باید موږ او تاسو و ټاکو او پروسه مې ورته په سمه توګه تشریح کړه. زما د تشریح وروسته ټولو ګډونوالو ماته لاس ونیوي چې زه په دې اړه ښه معلومات لرم باید د کنفرانس مشری وکړم. دا چې ددې کنفرانس مشری باید دولتې یعنې سیاسې استازې کړي واي او ما هم ټینګار وکړ چې باید یو سیاسې استازي و ټاکل سې خو ګډونوالو تاقید وکړ و زه یې ددې کنفرانس مشر و ټاکلم. که څه هم په دې غونډه کې د ډیرو هیوادونو سیاسې استازو، ځوانانو، د موسساتو مشرانو او نورو خلګو برخه لرله خو ما د هریوه د خبرو وروسته یو بشپړ راپور چمتو کړ او د ملګرو ملتونو دفتر ته مو وسپاره چې په هغه راپور کې لومړۍ د افغانستان په اړه بحث سوي وو.

په عمومي توګه تقریبآ هره ورځ د وزیرانو او سیاسې استازو غونډې دایریدلې او د هر هېواد استازې هڅه کوله چې د خپل هېواد لپاره یو څه وکړي، دا ځای او غونډه ماته ډیره ستونزمنه وه او فعاله ګډون مې نشو پکښې کولای. که څه هم ما به ډیره هڅه وکړه کله کله به په جلسو کې ورسره کښیناستم خو دا چې زما موقف د یو هیواد وزیر او یا سیاسې استازۍ نه وو نو اسانه نه وه چې ما هلته یا نظر شریک کړي وای او یا مې نیوکه کړي وای. کله چې به د ناستې چانس برابر شو بس همداسې چپ به د افغانستان پر چوکۍ ناست وم.

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس په جریان کې په انفرادي توګه د نړیوالو مشرانو او مرستندویه موسساتو سره ملاقاتونه.

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس څلور زونونه یا بخشونه در لودل چې په هر بخش یا زون کې مختلف پروګرامونه دایریدل. یو بخش یا زون د سیاسې مجالسو لپاره وو چې هلته د هیوادونو سیاسې استازو ګډون کاوه بل بخش یا څانګه د نړیوالو موسساتو د برنامو لپاره وو چې هغوې هلته خپلې برنامې دایرولې او ځایونه یې میاشتې مخکې رانیولې او جوړ کړي وه.

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس په جریان کې ما د ۴۰ نه زیاتو هیوادونو د استازو سره په انفرادي یا غیري مستقیم توګه مجلس وکړ او د افغانستان د اقلیم بدلون د بحران په اړه مې معلومات ورکړ.

د ۷۰۰ نه زیاتو نړیوالو موسساتو د استازو او مشرانو سره مې ناستې وکړي او د افغانستان په اړه مې د هغوي سره معلومات شریک کړل او د هغوي څخه مې ددې هیواد لپاره د مرستو غوښتنې وکړي. په دې برخه کې ځینې موسسات او هیوادونه چمتو دې چې په مستقیم او یا غیري مستقیم ډول د افغانستان سره مرستې وکړي.

مختلف زونونه او په هغه کې بیلابیل فعالیتونه

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس په مختلو زونونو باندي ویشل سوي وو، لکه شین زون، زرغون زون، زیړ زون او سور زون. په هر زون کې بیلا بیل پروګرامونه دایریدل. شین زون یا Green Zone: په دې زون کې مختلف تالارونه وه چې په یوه وخت کې به مختلفې جلسې روانې وي او مختلف بحثونه او پروګرامونه به پکښې دایریدل. دوه عمومي تالارونه یې لرل چې په هغه کې سیاسې بحثونه او مذاکرات دایریدل او په دې تالارونو کې د افغانستان چوکۍ او ځای مشخص وو، زه همیشه د افغانستان پر چوکۍ کښیناستم او نه مې غوښتل چې په مهمو ناستو کې دا چوکۍ خالې پاتې شې. د هري غونډي په پای کې به ما هڅه کوله تر څو د نړیوالو سیاسې استازو  سره لیدنه وکړم او رسیدنه ورته وکړم چې هغوي ته به مې په اول کې ویل چې زه یواځنۍ افغان یم چې په دې مهم کنفرانس کې ګډون لرم نو هیله ده چې افغانستان په خپلو پریکړو کې په یاد و ساتي. د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون اووه ویشتم نړیوال کنفرانس لپاره د مصر هیواد سفیر مې د یوې غونډي په اخیر کې تر لاس و نیوي او ورته مې وویل چې زه د افغانستان څخه یواځنۍ افغان یم چې دې کنفرانس ته بلنه را کول شویده نو  لطفآ زموږ هیواد مه هیروي. هغو ځواب راکړ، د افغانستان ډیر ښه خلک دي او اغیزمن شويدي حتمن یې په یاد ساتو، دا خبري یې په داسې حال کې راته وکړې چې د کنفرانس د صالون څخه راووت.

همداسې د مصر هیواد د بهرنیو چارو وزارت چې د اقلیم د بدلون د نړیوال کنفرانس مشر وو د هغو دفتر ته ورغلم چې په سره زون یا Read Zone کې وو، وزیر مې پیدا نکړ بلکې همکاران یې په دفتر کې موجود وه هغوي ته مې وویل چې زما پیغام لوړ پوړو ته ورسوۍ او زه یواځنۍ افغان یم چې په دې ناسته کې برخه اخلم. د ملګرو ملتونو عمومې دفتر ته ورغلم د هغوي همکارانو ته مې هم همداسې وویل. د دوي څخه مې هم غوښتنه وکړه چې افغانستان یو له ډیرو اغیزمن شویو هېوادنو له جملې څخه دي او باید ددې کنفرانس د پریکړي یوه برخه یې و ګرځوي.

په زرغون زون یا Blue Zone کې د مختلفو هیوادونو او نړیوالو موسساتو پروګرامونه دایریدل، ځینو هېوادونو او موسساتو نمایشګاوي جوړي کړي وي او ځینو بیا مسلسل غونډي نیولې او د نړۍ په سطح یې علمي او پوه خلک را غوښتل او د ټاکل شويو موضوع ګانو په اړه به یې په خپل محل یا تالار کې د ګډون والو سره معلومات شریکول. په دې زون کې په سلګونه او یا هم زرګونو موسساتو دفترونه خلاس کړي وه چې Side Events  او یا Pavilion یې ورته ویل یعنې بیلا بیلي غونډی یې دایرولې. زرغون زون عمومې د هر استازي پر مخ خلاس وو او هر چا کولای سو چې د هر هیواد او موسیسې په غونډه کې برخه واخلې. رزغون زون یو ډیر پراخ او غټ ځای وو چې مختلف کوچنې او غټ تالارونه یې درلودل. په ځینو تالارونو کې ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون  مهمي ناستې دایر ولي. هره ورځ به په یوه تالار کې په لسګونه ناستې د مهل ویش سره سم دایریدلې. په دې زون کې نړیوالو موسساتو د یو بل سره د همکاریو ژمن لیکنونه هم جوړول.

که څه هم په دې غونډو کې ګډون ډیر اسانه وو خو هري جلسې ته رسیدنه یې ډیره سخته وه نو په همدي خاطر هر سهار وختې به ما د هر زون مخې په سکرین یا پرده باندي د ټولو موسساتو او تالارونو اجنډاوي او برنامې کتلې او هغه غونډي چې مهمې وي هغه به مې په خپل یاداشت کتابچه کې لیکلی او د ورځې په جریان کې به مې رسیدنه ورته کوله.

د بلو یا زرغون زون په یوه طرف کې کوچنې دفترونه وه چې د هر هیواد استازي هلته کښیناستل، د هري ورځې په جریان کې زه یوار هلته ورتلم او د مختلفو هیوادونو د استازو سره مې لیدنه کوله او د افغانستان د اقلیم د بدلون په اړه مې معلومات ورسره شریکول او د مرستو غوښتنه مې ځینې کوله. په دې برخه کې د مختلفو هیوادونو استازو د افغانستان سره د مرستو په تړاو مثبت نظرونه لرل خو عمومي ستونزه داوه چې افغانستان نړیوالو په رسمیت نه دی پیژندلۍ او هغوي نسو کوالای چې رسمآ او یا مستقیم د افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي له بلې خوا افغانستان ته د پیسو پر انقال هم بندیزونه دي چې دا هم ډیر ستونزمن وو خو بیا هم مختلفو هیوادونو د ملګرو ملتونو او یا نورو اړوند ادارو له طریقه چې په افغانستان کې فعالیت لري د مرستو ژمنه وکړه. ځینو هیوادونو بیا وویل چې که چیري د افغانستان حکومت زموږ د متخصصینو او دفترونو د ساتنې تضمین وکړي موږ آماده یو چې د افغانستان سره د بیا نوي کیدو وړ انرژۍ او نورو برخو کې مرستې وکړو. په بلو یا زرغون زون کې مې د ټایوان هیواد د یوي دولتې نړیوالې مرستندویه اداري د مشرانو سره وکتل هغوي ډاډ راکړ چې که د افغانستان حکومت زموږ د متخصصینو د ساتنې ژمنلیک لاسلیک کړي موږ به خپل متخصصین ژر افغانستان ته واستو تر څو سروي ګانې وکړي او د بیا تجدید وړ انرژۍ او د اقلیم د بدلون په برخو کې فعالیت پیل وکړو. د اسیا زون لپاره د برتانیې هیواد د سفیر سره مې ناسته وکړه او د هغو سره مې د اقلیم بدلون د بحران، شته فرصیتونو او د برتانیا د همکاریو په اړه بحث وکړ، د سکاټلنډ هېواد د استازو سره مې ناسته وکړه هغوي هم وویل چې افغانستان یو له ډیرو اغیزمن سویو هېوادونو له جملې څخه دي باید مرسته ورسره وشې، د کولمبیا هیواد د چاپیریال ساتنې او پرمختیایې چارو وزیزي سره مې ناسته وسوه چې هغې هم وویل چې افغانستان یو له ډیرو اغیزمن سوو هیوادونو له جملې څخه دي، هغې د خپل هیواد د کنفرانس په تالار کې د یوه ساعت لپاره افغانستان ته وخت ځانګړۍ کړ تر څو د هغه ځایه د نړیوالو سره د افغانستان د اقلیم د بدلون د بحران په اړه معلومات شریک کړل سې. چې په دې برخه کې ما د نومبر په ۱۶ نیټه باندي یو ساعت پریزینټیشن ارائیه کړ او په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په اړه مې معلومات وړاندي کړل.

په زرغون زون کې تقریبآ د ټولو نړیوالو مؤسساتو دفترونو د لیدو په څنګ کې مې د نړیوال بانک، د اسیا پرمختیایې بانک، د ملګرو ملتونو د پرمختیایې پروګرام مسولینو، د ملګرو ملتونو د غذایې نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو نړیوال روغتیایې موسسې مسؤلینو، د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون څانګې د مسئولینو سره، د زرغون اقلیم صندوق یا GCF، د ځان جوړونې بودجه یا Adaptation Fund او د چاپیریال نړیواله بودجه یا GEF همداسې د څه باندي د نړیوالو مؤسیساتو د ۷۰۰ استازو سره مې لیدنې وکړي او د هغوي څخه مې د همکاریو غوښتنې وکړي. د مؤسساتو سره مې په لیدنو کې ډیري تجربې حاصلې کړي. اوله تجربه مې داوه چې ځینو موسساتو په افغانستان کې دفترونه لرل خو د ۲۰۲۱ میلادي کال څخه یې تر اوسه خپل دفترونه بند کړي وه او هغوي دا فکر کاوه چې په افغانستان کې به اوس نړیوال موسسات هیڅ فعالیت نه کوي. خو ما په غونډو کې بشپړه تشریح ورکوله او ورته ویل مې چې ډیر نړیوال موسسات اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او له دوی مې غوښتنه کوله چې خپل دفترونه بیرته فعاله کړي. دویمه تجربه مې داوه چې، ځینو نړیوالو موسساتو ډیره علاقه لرله چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیرته پیل کړي خو د پیسو انتقال یا لیږد او همدارنګه ډونرانو ته قناعت ورکول یې لږ ستونزمن وو خو هغوي بیا هم ژمنه وکړه چې موږ به کوښښ وکړو تر څو افغانستان ته د پیسو د انتقال یا لیږد لپاره یوه بله لاره پیدا کړو او په دې برخه کې فعالیت پیل کړو، په دې برخه کې ځینې هېوادونه پیدا کړل سوه چې د حوالي له لاري کولای سې افغانستان ته د پیسو انتقال وکړي. دریمه تجربه مې داوه چې ځینې موسساتو اوس پلهال په افغانستان کې فعالیت کاوه خو د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس کې یې د افغانستان څخه هیڅ کارمند نه درلودي او هغوي هم ددې هیواد په اړه کافي معلومات نه لرل چې ددوي موسسه څرنګه فعالیتونه کوي. د اقلیم بدلون سره د ځان جوړونې نړیوالې بودیجې اداره یا Adaptation Fund دا یوه لویه اداره ده، د مسئولینو سره یې ما ډیر بحث او مجلسونه وکړ، هغوي په افغانستان کې په میلونونو ډالرو پروژې لرلې خو د حکومت د بدلون وروسته یې درولې وي او ددوي سره د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداري رئیس د فوکل فاینټ په حیث معرفي وو. د اقلیم بدلون سره د ځان جوړونې اداري سږ کال په دې کنفرانس کې د نوی مالي صندوق په برخه کې هم ستر رول درلود. د هغوي د مشرانو سره مې په جلسه کې وویل چې د افغانستان سره باید تاسو مرستې وکړي. خو ددې اداري مسئولینو وویل چې هغوي د حکومتونو سره کار کوي او د موسساتو سره کار نه کوي. وروسته له ډیرو بحثونو هغوي موافقه وکړه، او ویې ویل چې تاسو د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداري د فوکل فاینټ څخه د معرفت مکتوب راواستوي موږ به یې د خپل بورډ سره شریک کړو او له دې طریقه به ستاسو مؤسیسې ته د اعتبار غړیتوب ورکړو او له دي لاري به مخته ولاړشو.

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس اخیرنۍ پریکړه

د اقلیم بدلون اوه ویشتم نړیوال کنفرانس ډیر د بحث وړ وو ځکه په دې کنفرانس کې د مصر هېواد او ملګرو ملتونو ډیر تاقید داوو چې باید دا کنفرانس ته عملي بڼه ورکړي. په تیرو کلونو کې د اقلیم بدلون نړیوال کنفراسونو پریکړي تر ډیره حده نه وي پلي شوي ځکه نړیوالو او مدنې ټولنو ډیر انتقادونه هم پرېکړي وو. په عمومي توګه د مصر هېواد ډیري هڅي کړي وي، ډیري اسانتیاوي یې د کنفرانس ټولو ګډونوالو ته برابري کړي وي. د مصر هیواد چې ددې کنفرانس کوربه توب یې کاوه ټینګار یې ډیر داوو چې نړیوال ټول په تمه ناست دي ترڅو ددې کنفرانس له لاري سمې او عملي کیدونکې خبري واوري تر څو د شعارونو پر ځای عملي جنبه ولري. دا کنفرانس د ۱۲ ورځو لپاره پلان سوي وو چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د نومبر په ۶ ورځ پیل او د نومبر میاشتې په ۱۸ نیټه ختم سې خو دا چې ځینو بډایه هیوادونو په خپله برخه کې سمې ژمنې نه کولي او د بیوزلو هیوادونو سره یې د پیسو په ورکولو کې او همدارنګه د ګازاتو د انتشار یا تولید په برخه کې یې ځان ایسته خو د مصر هیواد او ملګرو ملتونو ټینګار کاوه چې باید په دې کنفرانس کې د پاریس د قرارداد د پلي کیدو په اړه سمې پریکړي وشې نو د مذاکراتو بحثونه یې یوه بله ورځ و غځول چې بلاخره د نومبر میاشتې په ۲۰ نیټه باندي نهایې پریکړه وسوه او کنفرانس په ۱۴ ورځ باندي پای ته ورسیده.

په دې کنفرانس کې اصلي پریکړي په لاندي ډول وي

  • د غونډې ګډونوالو د بې وزله هېوادونو سره د اقلیم بدلون له کبله د وراوښتو زیانونو په خاطر د مرستو یو ځانګړي صندوق جوړکړ. دا هوکړه مخ پر ودې هېوادونو لپاره یوه تاریخي بریا وه چې له لسیزو یې د همداسې یوه صندوق د جوړېدو غوښتنه کوله او بلاخره د اقلیم بدلون په اووه ویشتم نړیوال کنفرانس کې دا پریکړه ترسره او نهایې شوه.
  • د هوا د ګرمښت درجه باید په ۱.۵ باندي وساتل شې، چې په دې برخه کې به د ګازاتو تولیدونکې هیوادونه باید جدي اقدام وکړي.
  • د کنفرانس په پریکړه کې د یوي کمیټې جوړیدل هم وشوه چې د لیږ یا انتقال کمیته ورته وایې او دا کمیټه به د اوس لپاره بودیجه مدیریت کوي او همدارنګه به د راتلونکې اتویشتم نړیوال کنفرانس لپاره بودیجه مدیریت او مشخص کوي او په دي برخه کې به کار کوي.
  • د کنفرانس اړخونو د زیانمن سویو هیوادونو لپاره د سانټیاګو شبکې د فعالولو لپاره د ترتیباتو په اړه هم موافقه وکړه، ترڅو وده کونکو هیوادونو ته تخنیکي مرستې چمتو کړي چې په ځانګړې توګه د اقلیم د بدلون د منفي اغیزو سره مخ دي.
  • د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس د پنځو کلنو لپاره یو کاري پلان هم اعلان کړ چې په ټکنالوژۍ سره به د اقلیم د بدلون اغیزي کمي کړي.

او داسې نوري.

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس په پریکړو کښې د افغانستان موقف او ځاي

لکه څرنګه چې افغانستان د اقلیم بدلون د نړیوالې غونډي په اجنډا کې شامل نه وو او په دې مهم نړیوال کنفرانس کې ددې اغیزمن شوي هېواد سیاسې استازي ته بلنه نه وه ورکول شوي نو ددې هیواد په اړه په لویو مجالسو یا غونډو کې هیڅ بحث نه دي شوي. خو په انفرادي توګه بیا موسساتو او نورو نړیوالو هیوادونو د مرستو ژمنې کولي او همدارنګه یې د افغانستان د اقلیم د بدلون په اړه اندیښتنې لرلې.

د اقلیم بدلون د نړیوال کنفرانس په لړ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مرستیال د روان زیږیدیز کال د نومبر میاشتي په ۶ نیټه په یوه اعلامیه کې د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته باید توجه وشې او دا هېواد د نړي په کچه ۶ اغیزمن شوي هېواد دي. همدارنګه د سره صلیب نړیوالي ټولنې مشر په یوه خبري ناسته کې افغانستان یاد کړ چې باید نړیوال توجه ورته وکړي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوالې بودجي یا یونسف اداري هم له دونیاوالو وغوښتل چې په افغانستان کې باید د اقلیم د بدلون بحران ته رسیدنه وشې. دا ټول هغه موضوعات ول چې د اقلیم بدلون پر نړیوال کنفرانس یې مثبتې اغیزي لرلي او دونیاوال یې متوجه کول خو بیا هم ددې ټولو برسیره افغانستان د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دې پیژندل شوي نو په یاد کنفرانس کې دا اغیزمن سوي هېواد په عمومي پریکړي کې شامل نه وو تر څو د افغانستان سره مستقیم مرستې وشې.

دا چې افغانستان باندې بانکې بندیزونه دي او همدارنګه نړیوالو بندیزونو هم دا هیواد د یو ستر بحران سره مخ کړیدي په همدي خاطر هم د پیسو را لیږد ډیر ستونزمن دي او د نړیوالو موسساتو فعالیتونه یې محدود کړیدي.

ځینو نړیوالو مرستندویه ادارو لکه د اقلیم بدلون سره د ځان جوړونې بودجه Adaptation Fund غوښتنه وکړه چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره دي په یو رسمې مکتوب کې ددي کنفرانس ګډونوالې موسیسي ته ورکړي او دې موسیسې چې د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې یې برخه اخیستې ده اعتبار به ورکول سې او له دې طریقه به په افغانستان کې پر نویو پروګرامونو باندي غور وکړو تر څو چې حکومت په رسمې توګه پیژندل کیږي.

د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې عمده فعالیتونه:

  • د ملګرو ملتونو اقلیم بدلون په اوه ویشتم کنفرانس کې د افغانستان چوکۍ خالي پاتې نشوه بلکې د یو غیري سیاسې استازي په توګه ما هلته ګډون وکړ.
  • د فرصت څخه په استفادي، د څه باندي ۴۰ هیوادونو د استازو سره ناستې دایري شوي او د هغوي سره د افغانستان د اقلیم بدلون په اړه معلومات شریک کړل شو. ددې په څنګ کې د افغانستان د اقلیم بدلون، د نوښت وړ انرژۍ جوړولو، د کرهنې وده، د فقر کمولو په برخو کې د هغوي څخه د دوامداره مرستو غوښتنه وسوه.
  • په جی شل G20 عمومې غونډه کې ماته د خبرو وخت را کړل شو چې د افغانستان د اقلیم د بدلون بحرانونو، د بیا تجدید وړ انرژۍ په جوړولو، د کرهڼي پیاوړتیا او داسې نورو برخو کې مکمل معلومات وړاندي کړل شو، او د نړیوالو غوښتنه وشوه چې د افغانستان د اقلیم د بدلون موضوع د سیاسته وباسې او باید ددې اغیزمن سوي هېواد سیاسې استازي په داسې کنفرانسونو کې برخه ولري.
  • د لږ پرمختګ یا وده کونکو هیوادونو فوق العاده ناسته زما په مشرۍ ترسره او په عمومي راپور کې یې د افغانستان په هکله بشپړ معلومات شریک کړل شو.
  • د کولمبیا هیواد د چاپیریال ساتنې او پراختیا وزارت د وزیري سره ناسته تر سره شوه او د ناستې وروسته د هغوي په کنفراس کې یو ساعت وخت د افغانستان لپاره مشخص او ځانګړي شو چې ددې اغیزمن شوي هیواد په اړه مې پریزینټیشن جوړ کړي وو او وړاندې مې کړ.
  • د ۷۰۰ نه زیاتو موسساتو د مسولینو سره ناستې تر سره سوي او د هغوي سره د افغانستان د اقلیم د بدلون په اړه معلومات شریک کړل شو چې په دې برخه کې په ډیره اندازه موسساتو د فعالیت لپاره ښه پلانونه وویل او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان سره به د هري ممکني لاري مرستې جاري ساتي.
  • د اقلیم د بدلون سره د ځان جوړونې بودیجه یا Adaptation Fund د مسولینو سره ناسته وسوه هغوي هم وویل چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره دې تاسو ته د معرفت مکتوب درکړي او تاسو یې موږ ته واستوي چې موږ یې په اړه غور وکړو.
  • د ټایوان هیواد د یو دولتې نړیوالي مرستندویه موسیسی مسولینو موافقه وکړه چې د افغانستان حکومت دې زموږ سره موافقه لاسلیک کړي چې موږ خپل متخصصین افغانستان ته واستوو او تر څو سروي وکړي او موږ خپلې مرستې وکړو.
  • د مذاکراتو په ګروپونو کې و توانیدم چې د افغانستان په اړه معلومات نړیوالو ته ورکړم او له هغوي مې غوښتنه وکړه چې د افغانستان سره خپلې همکارۍ وکړي.
  • د مختلفو هیوادونو استازو د افغانستان سره د مرستو په تړاو مثبت نظرونه لرل خو ستونزه داده چې د پیسو لیږد نه کیږي او سیاسې بندیزونه شته خو بیا هم دا مرستندویه هېوادونه آماده دې تر څو د مختلفو لارو د افغانستان سره مرسته جاري وساتې.
  • د اسیا زون لپاره د برتانیا د سفیر سره ناسته تر سره شوه او د افغانستان د اقلیم د بدلون په اړه مکمل معلومات ورسره شریک شو.
  • د نړیوال بانک، د اسیا پرمختیایې بانک او نورو نړیوالو صندقونو سره ناستې ترسره سوي او په هره ناسته کې د هغوي څخه د مرستې غوښتنه وشوه.

د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان په اړه د عمده ستونزو خلاصه.

  • د افغانستان د اقلیم بدلون موضوع د سیاست سره نښلول شویده په همدې لحاظ ددې کنفرانس په عمومي اجنډا کې شامل نه وه.
  • د پیسو پر لیږد بندیزونه او داسې نوري ستونزي د افغانستان سره د مرستو په اړه ستري ستونزي پیدا کړیدي.
  • د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د سیاسې استازي نه شتون لویه تشه وه.
  • د ټاکل سویو ګډو همکاریو استراتیژۍ یا NDCs د تطبیق یا پلې کیدو په تړاو هیڅ پرمختګ ونشو.
  • د افغانستان د اقلیم د بدلون موضوع بیرته باید له ډیري لږ سلنې یا فیصدي څخه پیل شې ځکه شته فرصتونه او منابع مو د لاسه ورکړي.
  • د افغانستان د اقلیم بدلون د سترو ننګونو سره مخ دي که چیري توجه ورته ونسې دا بحران به بیا د کنترول څخه ووځۍ.
  • موږ تشویش لرو چې افغانستان د نړیوالو کنوانیسونو غړیتوب د لاسه ورنکړي ځکه کله چې د یو هیواد د حکومت فعالیت بند سې او په دې اړه پرمختګ نه وي او د نړیوالو سره اړیکې پرې سې نو طبیعې خبره ده چې دا شته فرصیتونه به د لاسه ورکول شې. خو ددې فرصیتونو د لاسه نه ورکول لپاره باید هم نړیوال او هم د افغانستان اسلامي امارت توجه وکړي.
  • د افغانستان څخه هیڅ رسنې ګډون نه وو کړی، حال دا چې باید په داسې سترو کنفرانسونو کې د افغانستان رسنۍ هم موجودې وي تر څو د رسنیز قوت له لاري نړیوال متوجه کړل شي.

د اقلیم بدلون د نړیوال کنفرانس څخه افغانستان ته د راتګ وروسته مې سمدستې یو رسنیز کنفرانس دایر کړ او د افغانستان ملت ته مې ددې کنفرانس په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل او د یو افغان په توګه مې خپل مسئولیت او آداینه تر خپلو هیوادوالو ورسوله.

سپارښتنې

  • په افغانستان کې د اقلیم بدلون اغیزي مخ په پراخیدو دي، باید نړیوالې ټولنې مسئولین، مرستندویه مؤسسات، د افغانستان اغیزمن سوي اولس او ټول اقشار ددې هېواد د اقلیم بدلون او چاپیریال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
  • د افغانستان اسلامي امارت څخه هیله کوم چې په دې برخه کې د نړیوالو موسساتو او ډونرانو پاملرنه جلب کړي او د هغوي څخه په دې برخه کې مرستې وغواړي. او همدارنګه که امکان ولري دې برخې ته بودجه ځانګړي کړي.
  • افغانستان په ډیرو هلو ځلو او په دیرو سترو امکاناتو او منابعو د نړۍ بیلابیلو مالي او داسې نورو میکانیزومونو سره غړیتوب ترلاسه کړیدي، ددې غړیتوب د ساتلو لپاره باید د هري ممکنې لاري کار واخستل شې، ځکه که چیري دا غړیتوب د لاسه ورکول سو بیا ډیره ستونزمنه ده چې بیرته ترلاسه شې.
  • د اقلیم بدلون په اوه ویشتم نړیوال کنفرانس کې مالې صندوق جوړ سو، ددې صندوق پر جوړیدو لسیزي کار سوی وو او ډیر مهم دي. دا مالي صندوق ته هر هېواد خپل پروپوزولونه استوي او ددې صندوق کمیټې یې ارزوي او د ضرورت وړ بودجه ورته مشخص کوي، افغانستان هم باید په دې برخه کې پروپوزلونه تیار کړي او له خپله اړخه یې و دغه کمیتې او صندوق ته واستوي. دا چې شاید هغوي بیا هم د رسمیت پیژندلو بهانې وکړي نو لازمه داده چې د افغانستان حکومت په ځانګړي توګه د چاپیریال ساتنې ملي اداري لخوا داسې داخلي د اعتبار وړ مؤسسه هغوي ته معرفي کړل شې چې د هغوي سره په لیست کې شامل وي او د هغې مؤسیسې له لاري پروپوزلونه د مالي صندوق او ځانګړي کمیټې سره شریک شې او له هغوي وغوښتل شې چې د افغانستان سره دې د داخلي مؤسیسې له لاري مرسته شې. په دې سره به د اقلیم د بدلون په برخه کې مرستې هم وشې او همدارنګه به د کنوانسینونو غړیتوب هم وساتل شې.
  • د اقلیم بدلون اته ویشتم کنفرانس لپاره باید چمتووالۍ سر له اوسه و نیول شې، راپورونه، تحلیلونه او داسې نور موضوعات باید راتلونکې کال ته اماده کړل شې.
  • په افغانستان کې هغه مؤسسات چې د اقلیم بدلون په برخه کې فعالیت کوي باید د هغوي سره دوامداره د همغږۍ ناستې دایري کړل سې او هغوي تشویق کړل شې چې ډونرانو ته قناعت ورکړي او د افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکړي.
  • د مصر هېواد له لاري د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس فرصیتونو ته د رسیدو لپاره باید مشخصه تګلاره جوړه او د مصر هېواد څخه غوښتنه وشې چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
  • دا چې راتلونکې ۲۰۲۳ میلادي کال کې په اماراتو کې د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس دایریږي نو زما غوښتنه د افغانستان د حکومت څخه داده چې سر له اوسه د هغوي سره په دې موضوع ګانو بحث وکړي او په راتلونکې کال کې د افغانستان سیاسې استازي ته امارات بلنه ورکړي تر څو په دې نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي.

په ډیر درنښت